پیښور کښې پولیسو د نشه ی توکي او قاچاق کوونکو په ضد کاروایی کړې

باغي ټي وي رپورټ
د ګلبرګ پوليسو د نشه يي توکو يو قاچاق کوونکې نيولی چې په حساسو سيمو لکه کينټ او شاوخوا سوداګريزو سيمو کې يې يو مشخص مشتري ته آیس او چرس رسول او د نشه يي توکو په پلورلو کې يې هم لاس درلود، نوموړي د لومړنيو پلټنو پر مهال د نشه يي توکو په قاچاق کې د لاس لرلو اعتراف هم کړی دی. د کاروائي په مهال د هغه د قبضي نه دوه کلو چرس او د زرګونو روپو په ارزښت بارودي مواد برآمد شوي او د هغه خلاف مقدمه درج کړے شوي ده او پلټني ئي شروع کړي دي.
د تفصيلاتو ترمخه د ګلبرګ پوليس سټيشن ته تيره ورځ په کينټ او شاوخوا تجارتي سيمو کښي د نشه اي توکو د کاروباري فعاليدو اطلاع ترلاسه شوي وه چي پکښي ايس ايچ او ګلبرګ اسلام شاه په فوري توګه کاروائي کړي او ملزم مراد چې د مرسلین ځوی دې ګرفتار کړي دي۔
نیول شوی ملزم د پيښور نوتهیه سره تعلق لری څوک چی د نشه ی موادو روږدو کسانو ته د آیس او نورو نشه ی موادو په سپلائی کولو کښی هم لاس لری او بعضی مشتریانو ته ئي د آیس او نشه ایزو موادو په سپلائی کولو کښي هم ککړ وو چا چی د ابتدائي تحقیقاتو په دوران کښي د نشه ی موادو په قاچاق کښي د لاس لرلو اعتراف هم کړی دی او د نور ملګرو نښې نښانې ی هم ورکړي دي. پولیسو د هغو کسانو په ضد هم پلان لري چې کارویی پیل کړي او دنشه ی توکو دا ناوړه کار د منځه ویسي.






