شریف ګروپ آف کمپنیز د پي ټي ایی تورونه رد کړي او دا تورونه ی بې بنیاده بللي

0
284

باغی ټي وي رپورټ

د شریف ګروپ آف کمپنیز د بیان په اړه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) مشر او د سندهـ پخواني ګورنر عمران اسماعیل لخوا د سولر پینلونو د اخیستلو په اړه لګیدلي تور غندنه کړې او دا ی بې بنیاده بللې دې.
شریف ګروپ آف کمپنیز وايي د وزیراعظم د زوی سلیمان شهباز په ضد د عمران اسماعیل تورونه بې بنیاده او دروغ دي، که د سندهـ پخوانی ګورنر د شهباز شریف له زوی بښنه ونه غواړي نو قانوني چلند به ورسره وشي. بیان کې زیاته شوې چې سلیمان شهباز د سولر پینلونو کاروبار نه لري. د هغه هیڅ شرکت د سولر تختو له واردولو یا داسې سوداګرۍ سره هیڅ تړاو نلري.
د شریف ګروپ آف کمپنیز یوه ویاند ویلي، بې اساسه تورونه د پي ټي آی د تبلیغاتي ډلې د ناوړه کمپاین برخه ده.
ياده دې وي چې عمران اسماعيل څه موده وړاندې په ټويټر يو بيان جاري کړی وو او وئيلي وو چې د حکومتي ودانيو لپاره سولر پینلونه به د وزيراعظم شهباز شريف د زوي سليمان شهباز شرکت څخه اخستل شي.
دا خبره هم مهمه ده چې د لاهور شریف خاندان مشر، د پاکستان پخوانۍ وزیراعظم او د پاکستان مسلم لیګ ن مشر نواز شریف نن سبا په لندن کښې دې، ددې ګوند مشرانو څخه داسې بیانونه خپاره شوي دي چې دوی به ډیر زر واپس پاکستان ته راشي.

Leave a reply