کراچۍ کښې یو ډاکو اووژل شو

باغی ټي وي رپورټ
دکراچۍ سول هسپتال سره نزدې دپوليسو سره په نښته کې يو ډاکو وژل شوى دى.
دسرچينو ترمخه په سي سي ټي وي فوټيج کې ښودل کيږي چې تورن کسان په ګاډي کې ناست کسان لوټ کوي.
بلخوا د پوليس افسرانو او ملزمانو ترمينځه ډزو تبادله شوي چي پکښي يو ډرائيور وژلے شوے او يو ملګرى ئي تښتيدلي دي۔ په کراچۍ کښې یوه بله کاروایی کښې هم د کالعدم تنظیم یو غړې نیولې دې.
د ترهګرۍ ضد ادارې (ATD) په کراچۍ کې د ګلشن اقبال ناپا چورنګي سره نږدې کاروايي کې د کالعدم ملتپاله ګوند یو مطلوب ترهګر نیولی دی.
دسرچينو ترمخه دغه ترهه ګر په ګلبۍ کې ددوؤ چينائي انجينئرانو په وژنه کې ککړ دى په داسې حال کې چې هغه دکراچۍ يونيورسټۍ ځانمرګي بريدکوونکې ميرمنې سره هم په تماس کې و او هغه دځانمرګي بريد څخه وړاندې بللى شوى وو. سرچينې زياته کړې، چې نيول شوي ترهګر له افغانستانه د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره روزل شوي وو او په بلوچستان کې يې هم په يو شمېر تخريبي پېښو کې لاس لرلو.
دا خبره مهمه ده چې په کراچۍ کښې سوداګر او ټرانسپورټر شکایت کوي چې دوی څخه هره ورځ غلا او ډاکوان پیسې تښتوي او دوی څخه مویایلونه هم په زور اخستل کیږي.
د کراچۍ اولس او سوداګر د امینتي ادارو چاراکو او ځایی پولیس څخه غوښتنه کوي چې دې ډاکوانو او غلو په ضد دې سخت ګامونه پورته کړې شي چې کراچۍ د غلو او ډاکوانو څخه پاکه کړي او خلق او ددې ځای سوداګر خپل ژوند وکړي او د ملک معیشت او اقتصاد ته وده ورکړي.





