د حج مراسم؛ ۳۰۰ کسان نیول شوي او کابو ۱۰۰ زره لۀ حجه راګرځول شوي دي 

0
148

د حج مراسم؛ ۳۰۰ کسان نیول شوي او کابو ۱۰۰ زره لۀ حجه راګرځول شوي دي 

امنیتي ادارې وایي چې د حج په مراسمو کې د خورا ګڼې ګوڼې له امله اضافي کسانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي. مکه مکرمه همدا اوس د شاوخوا یو میلیون حاجیانو کوربه ده چې دا شمېر خلک وروسته له دوو کلونو د حج په مراسمو کې ګډون کوي.

(2022  / 7 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سعودي عربستان وایي ۳۰۰ حاجیان یې نیولي دي. په سعودي عربستان کې د مکې مکرمې د امنیت او تنظیم مسوولین وایي چې شاوخوا ۳۰۰ عربان یې چې له نوملیکنې پرته او په غیر قانوني توګه یې د حج په مراسمو کې ګډون کاوه نیولي او تر ۳ زره ډالرو پورې یې جریمه کړي دي.

دغه سرچینه همدا راز وایي چې دوی شاوخوا سل زره نور عربان چې په څلوېښت زره موټرونو کې د مکې پر لور روان وو، راګرځولي او مکې ته یې د تګ اجازه نه ده ورکړې.

Leave a reply