تېرو دوو ورځو کې څلورنیم زره افغان کډوال ایران نه ایستل شوي دي 

تېرو دوو ورځو کې څلورنیم زره افغان کډوال ایران نه ایستل شوي دي 

را اړول شوي افغان کډوال وایي چې ایراني حکومت په ټولو ځایونو کې د افغان کډوالو د پلټنې لړۍ پيل کړې ده او ټول هغه کسان وباسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

 

(2022 / 7 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران په تېرو دوو ورځو کې تر څلورو زرو ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي. ایراني رسنۍ وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده او ایران په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږلي دي.

را اړول شوي افغان کډوال وایي چې ایراني حکومت په ټولو ځایونو کې د افغان کډوالو د پلټنې لړۍ پيل کړې ده او ټول هغه کسان وباسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ایران څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې افغان کډوال ثبتوي او هغه کسان چې د ثبت له بهیر پاتې کېږي له ایران ایستل کېږي.

ایران تېره ورځ هم پر افغانانو غږ کړی و، چې یوازې له قانوني لارو دغه هېواد ته ورتللی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文