خواجه آصف ادعاء کړې چې تحریک انصاف امریکا ته ننواتې پیل کړې دي 

0
79

 خواجه آصف ادعاء کړې چې تحریک انصاف امریکا ته ننواتې پیل کړې دي 

د پاکستان پخواني لوړپوړي چارواکي خواجه آصف په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، دی داسې کره اسناد لري چې له مخې یې عمران خان او تحریک انصاف د خپلو تېروتنو له امله امریکا ته زارۍ او ننواتې پيل کړې دي.

 

(2022 /  7 / 5   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند امریکا ته ننواتې پیل کړې دي.

د پاکستان پخواني لوړپوړي چارواکي خواجه آصف په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، دی داسې کره اسناد لري چې له مخې یې عمران خان او تحریک انصاف د خپلو تېروتنو له امله امریکا ته زارۍ او ننواتې پيل کړې دي.

د ده په وینا عمران خان هڅه کوي امریکا بېرته د ځان په پلوۍ ودروي او د خپلو تېروتنو له امله ترې بښنه وغواړي.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خواجه آصف دغه ادعا ردوي او وايي چې هغه د تل په څېر غواړي دوه مخي وکړي، دروغ خپروي او خبرې یې بې بنسټه دي.

عمران خان ادعا کوي چې دی د امریکا په یوه دسیسه کې له واک لرې کړل شو او حکومت شهباز شریف ته وسپارل شو.

Leave a reply