مفتاح اسماعیل د خلقو ګنګوسي رد کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل هغه رپورټونه رد کړي چې ګنې د آئي ايم ايف پروګرام ځنډول شوي دي۔
مفتاح اسماعیل په ټوېټر خپل یو بیان کې ویلي چې په دې خبرونو کې حقیقت نشته چې د IMF پروګرام ځنډول شوی دی.
مفتاح اسماعیل وویل چې په ځینو ټویټونو او خبرونو کې ادعا شوې چې د پیسو نړیوال صندوق پروګرام د فساد ضد قانون له امله ځنډول شوی دی.
د خزانې وفاقي وزير وويل په داسې رپورټونو کې هيڅ حقيقت نشته او زياته يې کړه چې د آئي ايم ايف پروګرام روان دې.
د یادونې ده چې د اتحادي حکومت مشرانو او وزیرانو وینا ده چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په حکومت کښې د آیی ایم ایف سره معاهده شوې وه چې دوی به تیلو ترخ زیاتوي او وس دوی مجبور شوې چې څه خوښه د آیی ایم ایف وی نو هغه به مني او دوی د تیلو نرخ زیات کړي.
د ګرانۍ په ْضد پخواني وزیراعظم عمران خان هم احتجاجونه کړي دي او په حکومت نیوکي کوي چې دوی اولس ته اسانتیاوي ورکولو کښې پاتې راغلي دي .
عمران خان وینا ده چې په تیرو درېو میاشتو کښې چې د اتحادي ګوندونو حکومت څومره ګراني راوستلي ده نو دومر ګراني دوی په ۳ کاله کښې نه وه راوستلي چې ښایی چې د اتحادي ګوندونو حکومت عوامو ته پاتې راغلې دې.