په ازبکستان کې د نښتو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

د ازبکستان په قره قالپاقستان سيمه کې د نښتو له امله تر دې دمه ۱۸ تنه مړه او له زرو پورته کسان ټپيان شوي دي.

د ازبکستان هېواد چارواکي وايي چې په دغه خودمختاره سيمه کې تر دې دمه ۱۸ تنه مړه او له زرو پورته کسان ټپيان شوي دي.

د قره قالپاقستان خودمختاره سيمې د روغتيا وزير ويلي چې د پلازمېنې نوکوس ښار روغتونونه له ټپيان څخه ډک دي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د ازبکستان په خودمختاره سيمه قره قلپاقستان کې د ازبکستان د اساسي قانون د تعديل په اړه د پراخو لاريونونو په ترڅ کې د دې هېواد ولسمشر شوکت ميرضايف د يوې مياشت لپاره په دې سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړ.

قره قلپاقستان د ازبکستان په په لويديځه څنډه کې پرته سيمه ده او اوسېدونکي يې د دې هېواد د لږکيو يوه ډله جوړوي.

د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، دغه سيمه د ازبکستان دننه د يوې خپلواکې جمهوري سيمې په توګه پېژندل کېږي او خلک يې دا حق لري چې د ټول پوښتنې له لارې له ازبکستانه جلا شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版