چیف جسټس امر کړې که د عدالت امر نه وي منل شوې نو وزیراعظم دې عدالت ته وړاندې شي

0
120

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د لادرکه شويو کسانو د راپیدا کولو او بازیاب کولو مهم امر کړې دې .

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د لادرکه کسانو د مقدمې اورېدنه وکړه۔

د اوريدنې په مهال جسټس اطهر من الله ريمارکس ورکړو چې حقيقت دا دے چې څوک څه نه کوي، دا مهال څومره ښاريان لادرکه دي؟
په دې اړه د لویې څارنوالۍ مرستیال په ځواب کې وویل چې د راپور له مخې له ۸۴۰۰ کسانو څخه ۶۰۰ لا هم لادرکه دي، ډېر خلک په دې قضیه کې دوه ګونی رول لوبوي.

محکمې د لويې څارنوالۍ د مرستيال په ځواب د غصې په څرګندولو سره له مرستيال اټارني جنرل څخه پوښتنه وکړه چې د دومره زياتو پوليسانو د ګومارلو مطلب څه دی، نو بيا د دوی دنده څه ده؟

بلخوا فرحت الله بابر محکمې ته ویلي، چې دومره کسان نیول شوي، تر اوسه معلومه نه ده چې د لادرکه کسان چا نیولي دي.
ورپسې چيف جسټس اطهر من الله د لادرکه شويو کسانو د بېرته ازادولو او بازیاب کولو امر وکړ او ويې ويل چې که د عدالت حکم نه وي منل شوی نو وزيراعظم دې عدالت ته وړاندې شي.

عدالت د مقدمې نوره اوريدنه تر 9م ستمبر پورې ځنډولې ده۔
د یادونې ده چې په هیواد کښې د بیلا بیلو سیمو بلوچستان او قبایلي سیمو څخه یو شمیر کسان لادرکه شوي دي او هیڅ پته ی نه ده معلومه چې ا کستان چا او ولې نیولي دي.
د لادرکه کسان خپل خپلوان هم غوښتنه کوی چې دوی دې عدالت ته وړاندې کړې شی او که کوم جرم ی کړې وی نو دوی له دې سزا ورکړل شي.
…………….

Leave a reply