امریکا کې پر ډزو دوه کسه وژل شوي دي

امریکا کې پر ډزو دوه کسه وژل شوي دي
هغه زیاته کړې ده چې د پېښې د راپور د تر لاسه کېدو وروسته یې سمدستي سیمې ته پولیس استولي دي. د هغه په وینا بریدګر د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي خو د دوی پلټنې دوام لري. د برید انګیزه لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.
(2022 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسوشیتیډپرس راپور ورکړی دی چې د امریکا په تګزاس ایالت کې په تازه پېښه کې په ډزو دوه نوي ځوانان وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.
د تګزاس ایالت د هریس سیمې د پولیسو مشر اد ګونزالس ویلي چې د هیوستڼ ښار په ۲۴ کیلومټري کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه باندې برید شوی دی چې په نتیجه کې یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړوند موضوعات:
په امریکا کې په یوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي دي
هغه زیاته کړې ده چې د پېښې د راپور د تر لاسه کېدو وروسته یې سمدستي سیمې ته پولیس استولي دي. د هغه په وینا بریدګر د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي خو د دوی پلټنې دوام لري.
د برید انګیزه لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.






