هرات؛ د کم عمر لرونکي دې لۀ لویانو سره یو ځای جیم ته نۀ ځي 

0
98

هرات؛ د کم عمر لرونکي دې لۀ لویانو سره یو ځای جیم ته نۀ ځي 

په هرات کې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست چارواکو د بدن‌جوړونې د مرکزونو مسوولینو ته امر کړی چې د لویانو او تنکیو سپورټ‌کوونکو لپاره جلا وختونه برابر کړي او په یو وخت یې د هغوی شتون منع اعلان کړی دی.

 

(2022 / 7 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هرات کې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست چارواکو د بدن‌جوړونې د مرکزونو مسوولینو ته امر کړی چې د لویانو او تنکیو سپورټ‌کوونکو لپاره جلا وختونه برابر کړي او په یو وخت یې د هغوی شتون منع اعلان کړی دی.

دې ادارې په یوه وخت کې د تنکيو ځوانانو او لویانو شتون «تحریک‌کوونکی» بللی دی.

د امربالمعروف ریاست په هرات کې د بدن‌جوړونې روزونکو ته ویلي چې ورزشکاران دې په درېیو ګروپونو ووېشي، تنکي ځوانان، ځوانان او د پاخه‌ عمر لرونکي کسان.

دغه ریاست د جېمونو مالکینو ته دا هم ویلي چې ورزشکاران دې د تمرین پر مهال موسیقي نه اوري او نه باید د لمانځه پر مهال تمرين وکړي.

امربالمعروف ریاست بدن‌جوړونکو ته ويلي، چې د تمرین پرمهال باید د درېشي پرځای عادي جامې واغوندي.

د هرات د امربالمعروف ریاست مشر «شیخ عزیز الرحمان» وايي: “موږ باید هغه څه وکړو چې خدای تعالی پر موږ فرض کړي، نو باید چې ټول بدن مو پټ وي.”

د بدن‌جوړونه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې خورا مشهوره شوې او په ښارونو کې یې ډېر جېمونه فعال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د پرله‌پسې محدودیتونو له امله د ورزشکارانو په ګډون ډېرو نویو ځوانانو هېواد پرېښی دی.

Leave a reply