هند یو ځل بیا افغانستان ته د دوه نیم زره ټنه غنمو د لېږد خبر ورکړی دی
هند یو ځل بیا افغانستان ته د دوه نیم زره ټنه غنمو د لېږد خبر ورکړی دی
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان په دې حساسو شرایطو کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. هند تر دې وړاندې هم د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده.
(2022 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند وایي افغانستان ته یې د مرسته شویو غنمو بله جوپه روانه شوه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو پنځلسمه جوپه هم دغه هېواد ته روانه شوه چې شاوخوا ۲۵۰۰ ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدوي.
هندي لوري ویلي چې دغه غنم به د واګه بندر له لارې د پاکستان له خاورې افغانستان ته رسول کېږي.