امریکا؛ افغانانو ته پر فولبرایټ سکالر شیپونو ورکړې کار کوي

امریکا؛ افغانانو ته پر فولبرایټ سکالر شیپونو ورکړې کار کوي
افغانستان تېر کال له بدلونونو وروسته له فولبرايټ پروګرامه وايستل شو. د دغه پروګرام پر بنسټ هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټه ۴۰۰۰ ځوانان د امريکا معتبرو پوهنتونونو ته جذبيږي او دغه راز امريکايي ځوانان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول کيږي.
(2022 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې افغانستان به بېرته د فولبرايټ سکالرشيپونو په پروګرام کې شامل کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند رسنيو ته ويلي، که څه هم سيمه کې وضعيت بدل شوی نه دی خو پر يوه داسې پلان کار روان دی چې افغان ځوانان بېرته د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال لپاره د فولبرايټ سکالرشيپونو په پروګرام کې شامل شي.
افغانستان تېر کال له بدلونونو وروسته له فولبرايټ پروګرامه وايستل شو. د دغه پروګرام پر بنسټ هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټه ۴۰۰۰ ځوانان د امريکا معتبرو پوهنتونونو ته جذبيږي او دغه راز امريکايي ځوانان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول کيږي.
له ۲۰۰۳ کاله بيا تر ۲۰۲۱ کال پورې ۹۵۰ افغان ځوانان د دغه پروګرام له لارې د زده کړو لپاره امريکا ته تللي دي.






