د افغان شتمنۍ پۀ اړه افغان او امریکايي لوري خبرې کړې دي
د افغان شتمنۍ پۀ اړه افغان او امریکايي لوري خبرې کړې دي
امریکا همدا راز وایي په دې لیدنه کې د نجونو پر زده کړو او کار هم له افغان لوري سره خبرې شوې دي او ټينګار شوی دی چې امریکا د افغانانو له هغو غوښتنو ملاتړ کوي چې له مخې یې باید نجونې زده کړو او دندو ته ستنې شي.
(2022 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او افغانستان د مرکزي بانک د شتمنۍ پر آزادولو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان او امریکايي لوري په دوحه کې پر هغه لارو چارو خبرې کړې دي چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو یوه برخه یا ۳،۵ میلیارده ډالر د افغانستان مرکزي بانک ته لېږدول کېږي.
امریکا وایي چې په دې سره به د مرکزي بانک باور بېرته راژوندی شي او نړیوالو راکړو ورکړو ته به زمینه برابره کړل شي.