ازبکستان کې بېړنۍ حالت اعلان شو

0
183

د ازبکستان په خودمختاره سيمه قره قلپاقستان کې د ازبکستان د اساسي قانون د تعديل په اړه د پراخو لاريونونو په ترڅ کې د دې هېواد ولسمشر شوکت ميرضايف د يوې مياشت لپاره په دې سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړ.

قره قلپاقستان د ازبکستان په په لويديځه څنډه کې پرته سيمه ده او اوسېدونکي يې د دې هېواد د لږکيو يوه ډله جوړوي.

د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، دغه سيمه د ازبکستان دننه د يوې خپلواکې جمهوري سيمې په توګه پېژندل کېږي او خلک يې دا حق لري چې د ټول پوښتنې له لارې له ازبکستانه جلا شي.

Leave a reply