لنډیکوتل کښې پولیسو ۸ اته کسان نیولي دي

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د لینډی کوتل پولیس سټیشن ایس ایچ او مسلم خان آفریدی د څارویو په بازار د ډزو په تور اته کسان نیولی دی.
* د لنډي کوتل د غواګانو په بازار کې د ډزو په پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي، چې په ترڅ کې يې لس مېږې او يوه هم ږلۍ هم وژل شوې ده. د لینډی کوتل پولیس سټیشن ایس ایچ او مسلم خان آفریدی. د ايډيشنل ايس ايچ او عظمت ولي شنواري ايډيشنل ايس ايچ او فضل رحمان آفريدي اسسټنټ سب انسپکټر نصير شلماني په مشرۍ د پوليس په گڼ شمير نفری سره موقعې ته رسيدلې اؤ د دواړو غاړو 8 کسان يې نيولي دي چې د لنډي کوتل پوليس سټيشن ته يې منتقل کړل شوي اؤ د پېښې پلټنه يې پيل کړې ده.
په دې اړه د خېبر ضلعې پوليس افسر عمران خان وئيلي دي چې د لنډي کوتل څارويو منډي کښې د ډزو په پېښه کښې د معراج الدين شينواري ډلې درې او د شام محمد شينواري ډلې 5 کسان نيولي شوي دي او په مجموعي توګه 8 کسان نيول شوي دي .
هغه وويل هيچاته به اجازه ورنه کړل شي چې په سيمه کې امن خراب کړي او په سیمه کښې ګډوډي راولي.
د پولیس مشر اوویل چې دخلکو دژوند او مال ساتنه دپوليسو لمړۍ ذمه واري ده او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې داسې د قانونه څخه سرغړونه وکړي.
د یادونې ده چې په دې ډزو کښې د دواړو ګروپونه څخه کوم تن ټپي نه شو بلکه ټول هغه کسان زخمي شول چې یا ی څاروي خرڅول او یا د قربانۍ څارو اخستلو لپاره راغلي وو.
نور خبرونه

لنډیکوتل کښې د څارویو په منډیی(بازار ) کښې ډزې شوي دي

Leave a reply