د تیاتر برخې نوموتی برېتانیایي هنرمند پیتر بروک د ۹۷ کلونو په عمر ومړ

پیتر بروک د یوویشتمې پېړۍ د تیاتر برخې یو له نوموتو څېرو څخه ؤ چې د آوانګارډ تیاتر په وده کې یې غوښنه برخه لرله.

بروک په ۱۹۲۵ کې د لندن په لویدیځه څنډه کې په یوې کډوالې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.

بروک د تیاتر مخینه نلرله، خو په اکسفورډ پوهنتون کې له زده کړو وروسته یې وړتیا راڅرګنده شوه او په چټکۍ سره یې پرمختګ وکړ. هغه په ۲۰ کلنۍ کې په بیرمنګم ښار کې د تیاتر د مدیر په توګه وګومارل شو.

پیتر بروک په ۱۹۶۵ کال کې د برېتانیا سلطنتي جایزې او په ۲۰۱۳ کال کې د فرانسې لژیون دونور نښان په ورکړې سره ستایل شوی ؤ.

د نوموړي لومړنی سينمايي اثر د احساسي سفر په نامه يو لنډ فلم ؤ چې په اکسفورډ پوهنتون کې يې د محصلۍ پرمهال وړاندې کړ. هغه د شکسپير له آثارو څخه ډېر اغېزمن ؤ.

د نړۍ نوموتو سينمايي ستورو او د تياتر برخې فعالينو د نوموړي په مړينه خواشيني ښودلې دی او هغه يې يوه نه تکرارېدونکې څېره ګڼلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载