آیاز صادق د توشه خانه سکینډل کښې د عمران خان په ضد ریفرنس جمع کړې دې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق وايي، د توشه خانې په اړه د عمران خان په ضد د قومي اسمبلۍ سپيکر ته ريفرنس جمع کړی شوی دی، سپيکر به په ۳۰ ورځو کې پرېکړه کوي او ريفرنس به اليکشن کمېشن ته استوي.
ده ووئيل چې عمران خان د كشمير په اړه له ټرمپ سره خپله وعده پوره كړې او د هغه خلاف مقدمې به سترې محكمې ته وړي كوم چې عمران خان د هېواد په ضد كړې وې۔

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د پخواني وزيراعظم عمران خان يو بل توشه خانه سکېنډل هم مخې ته راغلى دى.

د هغو ساعتونو سربیره چې مخکې په رسنیو کې راپور شوي وو، عمران خان د هیواد قومي توشه خانې څخه درې نور ساعتونه ترلاسه کړل او بیا ی وپلورل او د خپل حکومت له تعدیلاتو څخه په ګټې اخیستنې یې د ساعتونو ارزښت ټیټ کړ او د دې ټیټ ارزښت څخه 20٪ یې ملي خزانې کې جمع کړل.
د یادونې ده چې د هیواد په دننه او بهر د عمران خان د توشه خانې څخه د ساعتونو په پلورولو سختې نیوکې شوي دي .
دا خبره هم مهمه ده چې څو ورځې وړاندې په رسنیو کښې یو راپور
خپور شوې وو چې د هند وزیراعظم مودي هم د قومي توشه خانې څخه ډالۍ پلورلې وه خو مودي هغه روپۍ چې د ډالۍ څخه ی لاس ته راوړې وو په هند کښې د جونو په تعلیم د خرڅ کولو لپاره ورکړې وې چې په نړۍ کښې ددې خیر کار ډیره ستاینه شوې وه.

Leave a reply