امارت اسلامی دې په هیواد کښې د تجارت بحالولو ته پام وکړي: د سوداګرو غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان سوداګرو رسنیو ته ویلي دي چې په افغانستان کښې وس هم ډیر بانکونه تړلي دي چې له وجهې ی ددي هیواد سوداګر نه شي کولې په صحیح توګه تجارتي هلې ځلې پیل کړي.

په تورخم پوله رسنیو ته سوداګرو ویلي دي چې په افغانستان کښې وس هم کاروبار په مکمل توګه نه دې پیل شوي، وس هم خلق ډار کښې دي چې ددوی کار او سرمایه په خطره کښې ده.
دوی غوښتنه کړې چې په افغانستان کښې دې ټول بانکونه پرانستل شی چې دوی وکولې شي چې د روپو راکړه ورکړه په صحیح توګه پیل شی .
یو سوداګر اوویل چې د پاکستان د ایکسپورټ یعنی د صادراتو تجارت سره تړلي سوداګر ډار کوي او دوی په بشپړه توګه نه شي کولي خپل تجارتي توکي افغانستان ته واستوي ځکه چې په افغانستان کښې لا تراوسه پورې افغان حکومت کار نه دې شروع کړي او هم دغه وجه ده چې سوداګر په ډار کښې دی ددوی سرمایه او تجارت ته نقصان و نه رسي.
تاجران غوښتنه کوي چې طالبان چې په مکمل توګه حکومتی چارې روانې کړي، د نړي غوښتنې اومنی ،افغان وګړو او ښځو ته د حقونو ورکولو ژمنې پوره کړي نو د نړۍ هیوادونو به باور پیدا شي چې طالبان وس ددوی غوښتنې منی او هم دغه شان به د ټولې نړې هیوادونه دوی سر تجارتي هلې ځلې بحال کړي او سوداګر به په افغانستان کښې سرمایه لګول شروع کړي.
بل طرف د امارت اسلامی د سرپرست حکومت مشرانو په نړې غږ کړې چې دوی سره دې مرستې وکړی، نړې دې افغان وګړو سره دې مرستې وکړی چې دوی په صحیح توګه حکومتی چارې پیل کړي.
امارت اسلامی افغانستان مشرانو د ملګري ملتونو او نور مغربي هیوادونه نه غوښتنه کړي چې دوی سره دې مرستې وکړي.
څو ورځې وړاندې هم امریکې د افغانستان لپاره د ۶۴ ملین ډالرو امداد اعلان وکړو ولې په دې ځواب کښې طالبانو د امریکې نه اوغوښتل چې د افغانستان بندې شوي ۱۰ اربه ډالر دې مونږ ته راکړې شي او امریکا دې د ۲۲ زره ټنه د سرو زرو ذخیرو کنټرول دې هم طالبانو ته حواله کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载