ټام تورچيچ؛ هغه سړی چې په ۷ کلونو کې له خپل سپي سره په ټوله نړۍ وګرځېد

له نيوجرسي څخه يو ځوان په دې وتوانېد چې د ۷ کلونو په ترڅ کې په پلي توګه له خپل وفاداره سپي سره په ټوله نړۍ وګرځي.
د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې ټام تورچيچ يوه ورځ وړاندې له دې چې ۲۶ کلن شي له هاډون ښارګوټي څخه په دې نيت ووته چې ټول نړۍ باندې په پلي توګه وګرځي او د خپل ژوند نوی خو له لوړو او ژورو څخه ډک پړاو پيل کړي.
اوس وروسته له ۷ کلونو څخه دغه ۳۳ کلن شخص له ۲۸۰۰۰ مايلو په طی کولو سره چې په ۶ لويو وچو او لسګونو هېوادونو وګرځېد، بېرته خپل کور ته ستون شو.
ټام لسم شخص دی چې دغه کړکېچن سفر پايته رسوي، خو د نوموړي سپی (ساوانا) لومړنی سپی دی چې داسې سفر په خپل نامه ثبتوي.
ټام د خپل سفر له پيل نه ۵ مياشتو وروسته د امريکا په تګزاس کې له ساوانا نومي سپي سره مخامخ شو. هغه تل دا فکر کوه چې سفر به په يوازې توګه کوي، خو وروسته له دې چې يې د خزنده ؤ لخوا د خطر احساس وکړ، نو پرېکړه يې وکړه چې دغه سپی هم له ځان سره د سفر مل کړي، ځکه د بيا احتمالي خطر پرمهال به ورسره د يو ګټور سپي په توګه مرسته وکړي.
لومړنی شخص چې په دې وتوانېده په پلي توګه په ټولې نړۍ وګرځي د مينا سوټا هېواد ډف کونسټ دی چې په خپلواک ډول يې دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړه. نوموړي د ۱۹۷۰ کال جون میاشت کې خپل سفر پيل او د ۱۹۷۴ کال په اکتوبر کې يې پايته ورسوه.






