بلوچستان ترافیکي پیښه ، ۲۰ تنه مړه شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان په شېراني ضلع کښې د مسافر وړونکي کوچ د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د ریسکیو ذرائعو ترمخه پیښه د شیرانی ضلعی دانا سرکا سیمه کښي رامخی ته شوی ده ولی اسسټنټ کمشنر شیرانی وینا ده چی پیښه د خیبر پختونخوا په حدودو کښي رامخی ته شوی ده.
د اسسټنټ کمشنر شېراني په وینا دغه کوچ له راولپنډۍ څخه کوټې ته پر لاره و چې په خیبر پښتونخوا کې په یوه کنده کې لوېدلی چې له امله یې ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ریسکیو دفتر سرچينو ويلي، چې مړي او ټپيان ژوب او مغل کوټ ته رسول شوي دي.
وزيراعظم شهباز شريف د راولپنډۍ نه کوئټې ته تلونکي بس په پيښه د افسوس څرګندونه کړې او په قيمتي ځاني زيان يې د افسوس څرګندونه کړې ده۔
وزيراعظم شهباز شريف ژوبل کسانو ته د دزر تر زره او غوره طبي امداد ورکولو لارښوونه کړي دي۔






