د نیویارک محکمې امریکا د وسلو بندیز لۀ قانون سره ټکر ګڼلی دی

0
174

د نیویارک محکمې امریکا د وسلو بندیز لۀ قانون سره ټکر ګڼلی دی

د راپورونو له مخې د نیویارک محکمې ویلي چې ستره محکمه د اساسي قانون له موادو سره په ټکر کې اقدام ترسره کوي‌ او په خبره یې اساسي‌ قانون دا واضح کړې چې امریکایان د خپل ځان د دفاع لپاره د وسلو د لېږد حق لري.

 

(2022 / 7 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نیویارک ایالتي محکمې د امریکا د سترې محکمې له پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

د نیویارک ایالتي محکمې په یوه ناسته کې نن د امریکا د سترې محکمې پر هغه پرېکړه بحثونه وکړل چې له مخې یې باید په دغه هېواد کې د وسلو پر لېږد محدودیتونه وضع شي.

د راپورونو له مخې د نیویارک محکمې ویلي چې ستره محکمه د اساسي قانون له موادو سره په ټکر کې اقدام ترسره کوي‌ او په خبره یې اساسي‌ قانون دا واضح کړې چې امریکایان د خپل ځان د دفاع لپاره د وسلو د لېږد حق لري.

دوی وايي‌ له همدې امله په نیویارک کې له دې پرېکړې سره مخالفت کوي‌ او د قانون په چوکاټ کې خلکو ته د وسلو د لېږد اجازه ورکوي.

په وروستیو کې پر امریکايي‌ حکومت فشارونه دي چې باید له وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره د وسلو پر لېږد محدودیت ډېر کړي.

Leave a reply