پنتاګون: له اوکراين سره د امريکا نوې نظامي مرسته به ډېر ژر دغه هېواد ته وسپارل شي

0
129

د امريکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې له اوکراين سره د دغه هېواد نوې اعلان شوې د نظامي وسايلو مرسته به ډېر ژر د دغه هېواد پوځ ته وسپاري.

په دغه مرسته کې د توپخانې ضد څلور رادارنو او ۱۵۰ زره ګلوله توپونو په شمول ځيني نور اړين نظامي وسايل شامل دي.

امريکا دغه خبر داسې وخت اعلانوي چې د اوکراين او روسيې جګړې لا پسې زور اخيستی دی.

په تازه پېښه کې، تېره ورځ د روسيې لخوا پر اوکراين د يو راکټي بريد په پايله کې ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنيسکي په يو ويډيوي پيغام کې د دې پېښې په غبرګون کې روسيه د نړۍ ترټولو لويه ترهګريزه ډله ياده کړې ده.

د نړۍ ګڼو هېوادونو هم دغه پېښه يو جنګي جنايت بللی دی.

د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه چې ۱۲۹مې ورځې ته دننه شوه، تازه په تازه اوکراين ويلي چې د مار ټاپو يې د روسي ځواکونو له کنټروله ويستلی دی.

 

Leave a reply