د امرباالمعروف وزیر ویلي چې شل کاله د کابل د خلکو د ذهنونو پر تسخیرولو کار شوی دی
د امرباالمعروف وزیر ویلي چې شل کاله د کابل د خلکو د ذهنونو پر تسخیرولو کار شوی دی
حنفي ویلي د کابل ښار چې یو پاک ښار دی، دلته شل کاله اشغالګرو د فکرونو پر تسخیرولو کار کړی دی، ا.ا د حجاب په باره کې یوه طرحه ترتیب کړې وه، چې په هغه کې یې ډېره زیاته اساني اختیار کړې ده او دی هیله لري چې ټول اړخونه ورته درناوی وکړي.
(2022 / 7 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي په کابل کې د عالمانو سترې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې ولس له اسلامي نظام څخه د منکراتو مخنیوی غواړي.
حنفي ویلي د کابل ښار چې یو پاک ښار دی، دلته شل کاله اشغالګرو د فکرونو پر تسخیرولو کار کړی دی، ا.ا د حجاب په باره کې یوه طرحه ترتیب کړې وه، چې په هغه کې یې ډېره زیاته اساني اختیار کړې ده او دی هیله لري چې ټول اړخونه ورته درناوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې ده چې که څه هم د امر بالمعروف وزارت کوښښ کوي چي د خپل ولس دغه غوښتنه پوره کړي؛ خو د عالمانو مسوولیت دی چې د خپلې ټولنې په اصلاح کې پوره هڅه وکړي.
حنفي ټینګار کړی دی چې په تېرو لسو میاشتو کې هیڅوک نه دی زیانمن شوی، ځکه دوی هر ګام په تدبیر سره اخیستی دی او د ولس د رضایت لپاره به نور هم له ډېر احتیاطه کار واخلي.