ذاکری: پر عصري زده کړو باید پانګونه وشي، دا د وخت تقاضا ده 

0
170

ذاکری: پر عصري زده کړو باید پانګونه وشي، دا د وخت تقاضا ده 

یوازې مفتي ذاکري نه بلکې په دې غونډه کې ډېری نورو دیني عالمانو هم له ا.ا څخه د نجونو د ښوونځیو په ګډون د عصري زده کړو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو د ناستې نن درېیمه ورځ ده چې ممکن نن وروسته له غرمې پای ته ورسېږي.

(2022 / 7 /  2    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مفتي محمود ذاکري په نوم دیني عالم په کابل کې د ا.ا له لوري رابلل شوې د علماوو لویې غونډې ته ویلي چې علمأ کرام هیڅلکه د عصري علومو مخالف نه دي ځکه چې د هغه په خبره، عصري علومو سره اسلام هیڅ ستونزه نه لري او دا علم د ټولنې ډېره شدیده اړتیا ده.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ان په درېیمه هجري پېړۍ کې، هغه وخت چې غربیان مطلق وحشیان وو، مسلمانانو پوهنتونونه درلودل. نوموړي پر ا.ا غږ کړی دی چې عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پرمختګ او تقویې لپاره یې جدي هلې ځلې وکړي.

Leave a reply