کراچۍ کښې امنیتي چارواکو د ایم کیو ایم یو هدفي قاتل نیولې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سندهه صوبې په مرکزي او لوی صنعتي ښار کراچۍ کښې پوليس او رينجرز په ګډه کاروائي کښي یو هدفي قاتل نيولي دي۔
د رينجرز وياند ترمخه کاشف چې د کراچۍ د ګارډن سيمې نه نيول شوی دې د ۲۰۲۲م کال د مۍ په ۳۰مه نيټه د KMC انسپکټر محمد علي د خپلو ملګرو سره وژلی وو.
په بیان کښې وایی چې دغه قتل د تجاوزاتو د مخنيوي ادارې په دفتر کې شوی وو.
د وياند له مخې د كاشف ملګرى محمد شاكر عرف ډهیلا د جون په 12مه نيټه نيول شوى او د كاشف د قبضې نه درې تومانچې، مرمۍ او يو موټر سائيكل هم ترلاسه شوي دي چې ددوی تر استعمال لاندې وو.
د یادونې ده چې په کراچۍ کښې د موبایل غلا، پیسې تښتول، هدفي وژنې او یو شمیر نورې ناوړې پیښې کیږي او پولیس وخت سره سره په دې ناوړه پیښو کښې ککړ کسان نیولي دي او د قانوني منګولو ته ی سپارلي دي.