پاپ فرانسيس: ملګري ملتونه د اوکراين د جګړې د حل لپاره (هېڅ قدرت) نلري

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې ملګري ملتونه د اوکراين جګړې د حل لپاره (هېڅ قدرت) نلري.
پاپ د ارجنټاين ملي آژانس سره په خبرو کې ويلي چې ملګري ملتونه د خپل قدرت د اثبات لپاره څه وسيله نلري. نوموړي وويل که څه هم ملګري ملتونه کولی شي د جګړو په مخنيوي کې مرسته وکړي، خو نشي کولی چې ويې دروي.
د پاپ په وينا، د ملګرو ملتونو قوانين په اسانۍ دغه قدرت ورته نه ورکوي.
پاپ په تېره مې مياشت کې په يوې مرکې کې ويلي ؤ چې پر اوکراين د روسيې بريد ته بايد د شر پر وړاندې د خير په نظر ونه ليدل شي. هغه څه موده وړاندې پر اوکراين باندې د روسيې د يرغل په اړه خپله کرکه او خواشيني ښودلې وه.
پاپ فرانسيس يوې ايټاليايي ورځپاڼې (کوريره ډلا) ته ويلي ؤ چې د سولې لپاره کومه اراده نه ليدل کېږي.
پاپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه لا هم توده ده.
په تازه پېښه کې، تېره ورځ د روسيې لخوا پر اوکراين د يو راکټي بريد په پايله کې ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنيسکي په يو ويډيوي پيغام کې د دې پېښې په غبرګون کې روسيه د نړۍ ترټولو لويه ترهګريزه ډله ياده کړې ده.
د نړۍ ګڼو هېوادونو هم دغه پېښه يو جنګي جنايت بللی دی.
د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه چې ۱۲۹مې ورځې ته دننه شوه، تازه په تازه اوکراين ويلي چې د مار ټاپو يې د روسي ځواکونو له کنټروله ويستلی دی.





