د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزیر قطر کې لډ ګڼو د اروپايي هېوادونو لۀ استازو سره کتلي دي

د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزیر قطر کې لډ ګڼو د اروپايي هېوادونو لۀ استازو سره کتلي دي
یادو سفیرانو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې شرایطو ته په کتو سره دوی غواړي په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې ډيرې شي او دغه راز یې په افغانستان کې د اقتصادي په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
(2022 / 7 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي په دوحه کې مېشت د افغانستان لپاره تر لسو د زیاتو اروپايي هېوادونو له استازو او سفیرانو سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په نننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري روغتیايي وضعیت، ښوونیز بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه او معلومات سره شریک کړل.
یادو سفیرانو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې شرایطو ته په کتو سره دوی غواړي په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې ډيرې شي او دغه راز یې په افغانستان کې د اقتصادي په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
متقي د اروپايي ټولنې استازو د ځینو اندېښنو او په ځانګړې ډول د اقتصادي وضعیت په تړاو وویل، د امریکا له لوري کنګل شوې شتمني او پر بانکي سکټور لګېدلو بندیزونو افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه ډاډ ورکړ چې د نوي حکومت په راتګ سره د افغان ټولنې د ټولو قشرونو حقوق خوندي شوي دي او په ټولو برخو کې رونټیا رامنځته شوې ده.






