د عمران خان پخوانې میرمن په پاکستان مسلم لیګ ن ګوند نیوکې کړي

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمیما ګولډسمیت د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند باندې په سرې ښار کې د خپلې بوډا مور د کور مخې ته د احتجاج کولو پر اعلان نیوکې کړې دي.

هغې په خپل ټویټر پانړه لیکلي دي چې د دې خلقو [PML-N] باندې څه شوي دي او څه کوي؟ هغې ویلي دي چې بله ډله ایزه مظاهره د دې اونۍ په پای کې زما د 88 کلن مور کور بهر اعلان شوه. دا دریم ځل دې، هغې د پنجشنبې په ورځ په خپل رسمي ټویټر پانړه داسې بیان لیکلې دې.
هغې د واکمن ګوند غړي په سیاسي چارو کې د خپلې مور د راښکته کولو په اړه غږ وکړ: “زما مور د پاکستان له سیاست سره څه تړاو لري؟ دا د هغې لپاره ګډوډي ده او د پولیسو د وخت ضایع کول دي.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپانړې د راپور مطابق د روان کال په اپرېل میاشت کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته، د مسلم لیګ (ن) پلویانو په لندن کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د کور مخې ته د پي ټي ايي د مظاهرو په غبرګون کې په سرې ښار کې د هغه د پخوانۍ مېرمنې جمایما د مور د کور مخې ته مظاهرې وکړې.

Leave a reply