اوکراين کې د روسيې وروستي بريد له امله د قربانيانو شمېر زيات شوی

د اوکرايني چارواکو په وينا، د دغه هېواد په مرکزي ښار کريمين څلور لارې کې د روسيې هېواد د راکټي بريد له امله د قربانيانو شمېر زيات شوی دی.

دغه بريد چې د اوکراين مرکز کريمين چوک ته څېرمه جمعه سهار، د جولای په لومړۍ نېټه پر يو سوداګريز مرکز شوی دی، له امله يې ۱۷ تنه مړه شوي او څه باندې ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.

د يادې سيمې والي ديميترو لونين په خپل ټلګرام پاڼه ليکلي چې ښايي د يادې پېښې په قربانيانو کې زياتوالی راشي. نوموړي همداراز ويلي چې ۳۶ نور کسان لا هم ورک دي.

د روسيې لخوا په دغه بريد کې دغه سوداګريز مرکز په بشپړ ډول له منځه تللی دی. د اوکراين چارواکو په وينا د بريد پرمهال په دغه سوداګريز مرکز کې څه باندې زر کسان موجود ؤ. دوی زياته کړې چې په قربانيانو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنيسکي په يو ويډيو پيغام کې د دې پېښې په غبرګون کې روسيې د نړۍ ترټولو لويه ترهګريزه ډله ياده کړې ده.

د نړۍ ګڼو هېوادونو دغه پېښه جنګي جنايت بللی دی.

په ورته وخت کې سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن به ډېر ژر د ۸۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د جنګي توکو مرسته له اوکراين سره اعلان کړي.

د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه چې ۱۲۸مې ورځې ته دننه شوه، تازه په تازه اوکراين ويلي چې د مار ټاپو يې د روسي ځواکونو له کنټروله ويستلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载