د افغانستان ماليې وزارت: تېرو ۱۰مياشتو کې يوازې له ۳ ولايتونو ۴ميليارده عوايد ترلاسه شوي

0
74

د افغانستان ماليې وزارت وايي چې په تېرو ۱۰ مياشتو کې يوازې له ۳ ولايتونو ۴ ميليارده عوايد ترلاسه شوي دي. 

د افغانستان ا.ا د ماليې وزارت وايي چې په تېرو ۱۰ مياشتو کې يوازې د تخار، نميروز او پکتيا ولايتونو له ګمرکونو څخه څه باندې ۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

ياد وزارت په خپلې رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په يادو ګمرکونو کې د فساد او بډې پر وړاندې مبارزه جدي شوې او دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د دغه وزارت په وینا، د ۱۴۰۰ ل کال د وږي مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۱ ل کال د غبرګولي تر ۲۳مې نېټې پورې د پکتیا له ګمرک څخه ۳ ميليارده او ۷۵۸ ميليونه افغانۍ عوايد، د ۱۴۰۰ ل کال د وږي مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۱ ل کال د چنګاښ تر۴مې نېټې پورې د نيمروز له مستوفيت څخه ۳۷۹ ميليونه افغانۍ عوايد او د ۱۴۰۰ ل کال د وږي مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۱ ل کال د چنګاښ تر ۴مې نېټې پورې د تخار له مستوفيت څخه ۲۷۱ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

ياد وزارت په دغو ګمرکونو کې د عوايدو د ډېرېدو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي، خو ويلي يې دي چې په دغو ګمرکونو کې افغان سوداګرو ته آسانتياوې برابرې شوي او په ګمرکي چارو کې يې چټکتيا رامنځته کړې ده.

د افغانستان ماليې وزارت څو ورځې وړاندې د کندهار، پکتيکا، فارياب، خوست او سمنګان ولايتونو په ګمرګونو کې هم د عوايد د ډېرېدو خبره کړې وه.

د يو شمېر راپورونو له مخې په تېرو کې په دغو ګمرکونو کې ګمرکي چارې ټکنۍ وې او سوداګرو له دې اړخه نيوکې لرلې.

 

Leave a reply