د لاهور هایی کورټ پریکړه، د وزیراعلی پنجاب بیان مخې ته راغلې

0
52

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او د پنجاب وزيراعلي حمزه شهبا د لاهور هائي کورټ په فيصله بیان مخې ته راغلی دی.

حمزه شهباز وئيلي دي چې مونږ د تل په شان د عدليې د فيصلې احترام کوو، دا فيصله به په پنجاب کښې د دريو مياشتو لپاره آئيني بحران ختم کړي.

د پنجاب وزيراعلي وويل اپوزيشن د خپلې انا د پوره کولو لپاره صوبه په آئيني بحران کې اچولې، د صوبې اولس د آئيني بحران زمه واري وهلې، زه په سياست باور نه لرم خو سياست ته د خدمت حيثيت ورکوم.

ده ووئيل مسلم ليګ (ن) همېشه له چيلنجونو سره مخ شوې، د آئين او قانون نه بهر ی هيڅ کوم ګام نه دې اخستې، هغه اوویل چې د چا چې آئين او قانون سره لوبې کړي دي نو د هغو مخونه د ولس په مخ دي۔

Leave a reply