د لاهور هایی کورټ پریکړه هیڅ کومه عدالتي فیصله نه ده: د پي ټي آیی وکیل

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف وکيل احمد اويس وئيلي دي چې د لاهور هائي کورټ ننۍ فيصله په هيڅ صورت عدالتي فيصله نه ده چې ستاينه دې وشي .
د جيو نيوز سره په خبرو کې احمد اويس وويل چې په خلاص عدالت کې عدالت يواځې د پي ټي ائي د درخواستونو د منلو غوښتنه کړې وه چې له هغې وروسته غلط فهمي پيدا شوه.
په ټرانسمشن کښې د مسلم ليګ نون مشر طلال چوهدري وئيلي دي چې پي ټي ائي نه خو اکثريت لري او نه ساده اکثريت، څوک به ضمانت ورکړي چې د سپريم کورټ د فيصلې نه پس به دوي مطمئن وي؟ دوی د خپلې خوښې او ارادې پریکړه غواړي.

وتلی خبریال او شنونکی منیب فاروق وايي، محکمې نه ټاکنې تر پوښتنې لاندې راوستې او نه یې هم ټاکنې لغوه کړې، محکمې په لنډ وخت کې د دې مسئلې د حل لپاره لاره هواره کړه.

Leave a reply