امریکا وایي چې د نوي حکومت منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي
امریکا وایي چې د نوي حکومت منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي
په دوحه کې د افغان لوري او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پيل شوی دی چې د امریکایي لوري په خبره پر اقتصادي او همدا راز د نجونو د زده کړو پر پیل به د دواړو ترمنځ خبرې کېږي.
(2022 / 6 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي چې د نوي حکومت منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې له افغان لوري سره د مذاکراتو پيل په دې مانا نه دی چې دوی په رسمیت پېژندل کېږي خو مذاکرات او پالیسي به دوام کوي.
د ده په خبره د نوي حکومت او افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي او په وینا یې که نړۍ غواړي چې ستونزې حل شي نو مذاکرات او سیاسي خبرې باید دوام وکړي.
په دوحه کې د افغان لوري او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پيل شوی دی چې د امریکایي لوري په خبره پر اقتصادي او همدا راز د نجونو د زده کړو پر پیل به د دواړو ترمنځ خبرې کېږي.
په دې خبرو کې د افغان لوري مشري د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کوي او د امریکايي لوري مشري د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پر غاړه ده.