د پاکستان وزیرخارجه په عمران خان نیوکې کړي

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري قومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال پر عمران خان نیوکې وکړې.

قومي اسمبلۍ ته د وينا په مهال بلاول بهټو زرداري وويل عمران خان د ادارو لپاره کمپاين کوي چې د ټاير فورس په توګه کردار ادا کړي او نیوټرل پاتې نه شي.
ده ووئيل عمران خان پوهېږي چې كه ادارې بې طرفه پاتې شي نو د خان د ګوند په څېر غير جمهوري ګوندونه په ټاکنو کښې نه شي ګټلې۔

بلاول بهټو وويل په سندهه کې دعمران خان په شان ځينې سياستمداران هم شته چې په هر آمريت دور کې ټاکل کيږي هغوي هم د ادارو په بې طرفه کیدو باندې انديښمن دي.

هغه زياته کړه چې د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې به د هغه ضمانتونه هم ضبط شي.

Leave a reply