په تورخم پوله دې له افغانستان څخه د قربانۍ څاروي پاکستان ته واردولو اجازه ورکړل شي: د لنډیکوتل ځایی خلقو غوښتنه
باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم ځای اولس او مشرانو د پاکستان حکومت او د پاکستان کسټم چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې په پوله دې د افغانستان څخه د قربانۍ پسونه پاکستان د واردولو اجازه ورکړل شي.
د یادونې ده چې څو کاله وړاندې چې کله تورخم په پوله آزاد تګ راتګ کیدلو نو د افغانستان څخه به د لوی اختر په موقع افغان سوداګرو په اسانۍ سره خپل څاروي پاکستان ته راوستل ،لنډیکوتل او نورو علاقو کښې به ی خرڅول او ځایی خلقو ته به په ارزان او مناسب نرخ د قربانۍ څاروي په لاس راتلل.
رسنیو سره خبرو کښې د لنډیکوتل یو ځایی تن او د تحصیل کونسل غړې او د این سي ۲ چیرمین یاد وزیر شینواري اوویل چې په تورخم پوله دې د افغانستان څخه د څارو واردلو اجازه ورکړل شي.
هغه اوویل او تور ی ورګول چې په تورخم پوله یو د پیښور سیمې کسټم کلیرینس ایجنټ د افغانستان څخه د قربانۍ پسونو واردلو مخه کښې خنډان رامخې ته کړي وو. هغه اوویل چې دا تن دې په پسونو سیاست نه کوي او که دا کار ی بیا وکړو نو دوی به ددې کسټم کلیرینس ایجنټ په ضد را اوچت شي، هغه غوښتنه وکړه چې د لوی اختر موقع ده او د افغانستان څخه دې د قربانۍ پسونه پاکستان ته د واردولو اجازه ورکړل شی چې ځایی خلق د ابراهیم علیه سلام سنت په ښه توګه ادا کړي.
رسنیو سره خبرو کښې د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس نمایندګانو افتاب، اسماعیل او نوید شینواري اوویل چې دوی تیار دي ددوی شرکتونه ویړیا خدمت وکړی او د افغانستان څخه پاکستان ته څاروي واردول پیل شي، دوی اوویل چې پاکستان کسټم چارواکو مالیه باید ادا کړي شي او دوی به خپل خدمتونه ویړیا وړاندې کړي او د څاروو په سر به هیڅ کومې روپۍ وا نخلي.
رسنیو سره خبرو کې د لنډیکوتل مقامي حکومتونو تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري اوویل چې وس په تورخم پوله هرقسم تجارت د قانون او تجارتي اصولو لاندې کیږي، هغه اوویل چې په تورخم پوله د پاکستان کسټم دفتر پاکستان ته د څارو واردولو لپاره څه ضروري اسناد غواړي، په دې اسنادو کښې د افغانستان د ذراعت وزارت یو شمیر ضروري اسناد ضروري دي چې پاکستاني چارواکي ی غوښتنه کوي.
بل اړخ ته نن افغانستان ته نن د لنډیکوتل یو شمیر مشرانو جرګه روانیږي چې افغان چارواکو سره د قربانۍ څاروو واردولو په اړه خبرې وکړي.
ځایی اولس او د تحصیل کونسل مشرانو او نور غړي دا غوښتنه هم کوي چې د افغانستان څخه د قربانۍ څاروي واردولو ستونزه دې په مستقل توګه هواره شي چې افغان سوداګر هروخت وکولې شي چې پاکستان ته خپل څاروي وارد کړي او دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړي.