رئیس الوزرا د نظام ساتنه او ملاتړ یې د علماوو مسؤلیت ګڼلی دی 

0
118

رئیس الوزرا د نظام ساتنه او ملاتړ یې د علماوو مسؤلیت ګڼلی دی 

هغه که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو زیاته یې کړه، هغه خلک چې تېر شل کاله يې افغان ولس دربدره کړ، وطن يې را خراب کړ، اوس چې لاړل سره له دې چې د دوی له لوري هيڅ مشکل هم نه دی ورته متوجه؛ خو هغوی بيا هم ملت ته تکليف ورکوي.

(2022 / 6 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د افغانستان ا.ا له لوري رابلل شوې د عالمانو ستره غونډه د ا.ا د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پیل شوه.

نوموړي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د علماوو او قومي مشرانو مسووليت دی چې د خپل نظام ملاتړ وکړي او که څه ستونزه وي بايد د حل لپاره یې لاس په کار شي.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي چې بچیانو یې په تېرو شلو کلونو کې داسې قربانۍ ورکړې دي چي بېلګه يې نه پيدا کېږي او قربانۍ يې د دې لپاره ورکړې چې په افغانستان کې يو اسلامي نظام حاکم شي.

ملا حسن اخند د خپلو خبرو پر دوام، کومې ډلې او خلکو ته له اشارې پرته وویل چې د اوسني نظام په حاکميت سره ټول هغه کسان چې مخکې په مخالفه ټلواله کې وو او د دوی له ځواکونو سره جنګېدل وبخښل شول؛ خو اوس بيا هم هغه کسان ارام نه دي ناست.

Leave a reply