یونیسف خبر ورکړی چې د پکتیکا پۀ زلزله ځپلو سیمه کې خلک پۀ ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي

0
92

یونیسف خبر ورکړی چې د پکتیکا پۀ زلزله ځپلو سیمه کې خلک پۀ ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي

یونسیف وایي چې په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې دي چې کېدای شي ځينې یې وژونکې وي.

 

(2022  / 6 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

یونسیف وایي چې په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې دي چې کېدای شي ځينې یې وژونکې وي.

دغه اداره وايي دوی خپل مرستندویه ټيمونه او درمل سیمې ته لېږلي دي او هڅه کوي له اړمنو سره پر وخت مرسته وکړي.

یونسیف وايي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته روغتیايي خدمات او نور اړین خدمات رسولي دي او تر څنګ یې د اوبو د پاکولو درمل او نور اړین توکي تر زلزله ځپلو رسولي دي، خو دغه اداره وايي چې مرستې کافي نه دي او خلک لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې د یادې  سیمې لۀ زلزله ځپلو سره کورنیو او نړۍوالو موسسو مرستې وکړې؛ خو ځايي خلک وايي دغه مرستې کافي ندي.

Leave a reply