پۀ دې وروستیو کې د افغانستان لاسي غالیو صادرات بهر ته ډېر شوي دي

پۀ دې وروستیو کې د افغانستان لاسي غالیو صادرات بهر ته ډېر شوي دي
د دغه اتحادیې یا ټولنې ویاند نور احمد نوري وایي، چې تېر کال د ۸.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې وې خو روان کال په دې شمېره کې شاوخوا ۲۴ سلنه ډېروالی راغلی دی.
(2022 / 6 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د لاسي غالیو په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. د تولید او صادروونکو اتحادیه وایي چې د تېر کال په پرتله له هېواد د وطني غالیو یا په لاس د اوبدل شویو غالیو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د دغه اتحادیې یا ټولنې ویاند نور احمد نوري وایي، چې تېر کال د ۸.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې وې خو روان کال په دې شمېره کې شاوخوا ۲۴ سلنه ډېروالی راغلی دی.
هغه همدا راز وایي چې پخوا غالۍ یوازې د هېواد په شمالي ولایتونو کې اوبدل کېدې خو اوس د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ددې توکي اوبدل پيل شوي دي.
نوري وايي چې غالۍ تر ډېره په فاریاب، جوزجان، بلخ، غزني، بامیان، کابل، جلال آباد، کنړ، لغمان، هرات او غور ولایتونو کې اوبدل کېږي.






