د ننګرهار صنعت کارانو لۀ ا.ا څخه پۀ ارزاته بیه د ځمکو غوښتنه کړې ده 

0
173

د ننګرهار صنعت کارانو لۀ ا.ا څخه پۀ ارزاته بیه د ځمکو غوښتنه کړې ده 

د راپورونو له مخې په ننګرهار کې شاوخوا سلو صنعتکارانو له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ولایت په شیخ مصري بابا صنتعي ښارګوټي کې له دوی سره د ځمکې د ورکړې مرسته وکړي.

 

(2022 / 6 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)،

بشپړ راپور 

په ننګرهار کې د صنعتي فابریکو مسوولین د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د راپورونو له مخې په ننګرهار کې شاوخوا سلو صنعتکارانو له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ولایت په شیخ مصري بابا صنتعي ښارګوټي کې له دوی سره د ځمکې د ورکړې مرسته وکړي.

دوی وایي اوسني نرخونه د ځمکو د اخیستلو لپاره ډېر لوړ دي او حکومت دې د پانګونې په موخه دوی ته په دې چاره کې اسانتیا راولي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونو هم ویلي چې یاد سوداګر د ځمکو د ارزانه کولو غوښتونکي دي او تمه لري چې افغان حکومت یې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

Leave a reply