لۀ افغانستان څخه درېیم هېواد ته ایستل شوي افغانان لۀ سخت حالت سره مخ دي
امریکا که څه هم تر اوسه پورې د افغان پناه غوښتونکو ورته شکایتونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو څه موده وړاندې د امریکا سنا له امریکایي چارواکو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو په اړه د معلوماتو راغونډولو پروسه چټکه کړي.
(2022 / 6 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا سيبياس شبکې راپور ورکړی دی چې پر افغانستان د ا.ا تر واکمنېدو وروسته د امریکا له لوري درېیم هېواد ته ایستل شوي افغانان له ډېر سخت وضعیت سره مخ دي.
راپور کې د محمد عارف سروري له قوله راغلي، د ده په ګډون شاوخوا ۴۵ افغان پناه غوښتونکي چې د امریکا له لوري کوزوو ته ایستل شوي دي د بندیانو په څېر ژوند کوي او هیڅ ډول ازادي نه لري.
نوموړي ویلي چې دوی تېر کال دوبي کې امریکا ته د تګ په موخه د امریکایي ځواکونو له لوري کوزوو ته راوستل شوي دي خو تر اوسه پورې د امریکایانو په یوه پوځي اډه کې د بندیانو په څېر ژوند کوي.

Leave a Reply