ا.ا تائید کړه چې د علماوو غونډه شبا ورځې ته وځنډېده 

0
86

ا.ا تائید کړه چې د علماوو غونډه شبا ورځې ته وځنډېده 

حنفي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې په دې غونډه کې به د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه دیني عالمان، د پوهنتون استادان، ملي سوداګر او مخور ګډون وکړي.

 

(2022 / 6 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې په کابل کې د علماوو د سترې غونډې لپاره چمتووالی پای ته رسېدلی دی.

هغه په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې نن به د هېواد له ټولو ولایتونو څخه ګډون کوونکي کابل ته را رسېږي او سبا ته به د علماوو ستره غونډه پیل شي.

حنفي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې په دې غونډه کې به د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه دیني عالمان، د پوهنتون استادان، ملي سوداګر او مخور ګډون وکړي.

حنفي څرګنده کړې ده چې په دې ناسته کې به ځانګړې توګه پر اسلامي نظام، استقلال او ملي یووالي، اقتصادي او ټولنیزو مسائلو خبرې اترې وشي.

Leave a reply