ترکیې د سویډن او فنلنډ پۀ ناټو کې له ګډون سره موافقه کړې

په همدې حال کې سویډن او فنلنډ ترکیې ته ډاډ ورکړی دی چې دوی د یاد سازمان ملاتړ نه دی کړی او له دې وروسته به هم نه یوازې دا چې د دې سازمان ملاتړ به نه کوي بلکې په اړه به یې له ترکیې سره معلومات شریکوي او په ګډه به یې د یو شریک په څېر پر وړاندې مبارزه هم کوي.
(2022 / 6 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره موافقه کړې ده.
د راپورونو له مخې، ترکیې وړاندې تر دې ویلي وو چې که چېرته سویډن او فنلنډ یې اندېښنو ته ځواب ونه وایي په ناټو کې به د دغو دواړو هېوادونو له غړیتوب سره موافقه ونه کړي.
ترکیې په ناټو کې د دغو دوو هیوادونو غړیتوب په دې دلیل ویتو کړی و چې ګواکې دوی د کردانو د سازمان (پيکېکې) ملاتړ کوي.