افغان وزیرداخله د ملګري ملتونو مشر سره لیدلي

د طالب مشرانو یو وفد: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په سرپرست حکومت کښې ټاکل شوې افغان وزیر داخله سیراج الدین حقاني د ملګري ملتونو د مشر سره ملاقات کړي، په ملاقات کښې د افغان اولس سره په مرستو کولو ټینکار شوې دې.
دا خبر د پاکستان یو ښځینه خبریالې سمیرا خان په خپل ټویټر پانړه ورکړې او دا لیکي چې دا د وزیرداخله لومړې ملاقات دې چې د بهرنی چارواکي سره ی کوي.
سمیرا خان لیکلي چې سیراج الدین حقانی د امریکا په تور لسټ کښې هم شامل دې او دده د سر قیمت هم ۵ ملیونه ډالر مقرر دۍ.
یاده دې وی چې د طالبانو په افغانستان مکمل کنټرول لاس ته راوړلو نه پس د ملګري ملتونه دفتر په افغانستان کښې کار بند کړې وو او خپله عمله ی واپس بوتللې وه چې د طالبانو د نوی سرپرست حکومت ټاکلو نه پس ملګري ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کښې کار شروع کړي، د یو این ایچ سي آر( د یو این ، د مهاجرینو سره د مرستو) اداره هم په افغانستان کښې افغان اولس سره مرستې جاري دي.
طالبانو هم په یو بیان کښې ویلي دې چې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې دوی غواړي په افغانستان کښې ټول بې کوره شوی افغانان واپس کورونو ته راشي خو دې کښې دې باید نړۍ او ملګري ملتونو مرستې وکړي.
Today, @UN Special Rep @DeborahLyonsUN had a special meeting with Interior Minister Sirajuddin Haqqani.
This was Haqqani's 1st meeting with any foreigner despite being on US's blacklist with $50 million as head bounty.
— Sumaira Khan (@sumrkhan1) September 15, 2021






