د چین افغان زلزله ځپلو سره د مرستې پۀ موخه دوه نورې پر بشري مرستو بار الوتکې کابل ته رسېدلي دي

مجاهد زیاته کړې ده چې دوی د چین له دې سخاوتمندانه مرستو څخه مننه کوي. د یادونې ده چې د چین لوړپوړو چارواکو په وار وار له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی به په دې بد وضعیت کې افغانان یوازې پرې نه ږدي.
چین په افغانستان کې له وروستیو زلزله ځپلو سره خپلې مرستې دوامداره ساتلې دي او نن یې په بشري مرستو بار دوې الوتکې نوره مرسته کابل ته را رسېدلې ده.
د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د چین هېواد دوې الوتکې مرستې کابل ته راورسیدې، چې د ۸ میلیونو ډالرو کمپلې، البسه او نور اړین توکي پکې شامل دي.