د کورني ګاز په نرخ کښې هم زیاتوالۍ اعلان شوې دې

0
48

باغی ټي وي رپورټ
د مايع پټروليم ګاز (ايل پي جي) په بيعه کې لس روپۍ في کيلو ګرام اضافه شوې ده.

د 10 روپو زياتوالي وروستو د يو كورني ايل پي جي سلنډر په بيعه كښې 120 روپۍ او د تجارتي سلنډر په بيه كښې هم 455 روپۍ زياتوالې راغلې دې۔

د ايل پي جي ايسوسي ايشن چيئرمېن عرفان کھوکھر وئيلي دي چې د ايل پي جي په نرخونو کښې زياتوالے نا انصافي ده۔
د یادونې ده چې اتحادي حکومت د پیټرولیم په نرخ کښې هم درې ځل زیاتوالۍ اعلان کړې دې او د پیټرولو قیمت تر ۲۶۵ روپۍ لوړ شوي دي چې له امله ی په ملک کښې د خوراکی توکو په نرخ کښې زیاتوالي راغلي دي او پاکستان اولس ددې سختې ګرانۍ له وجهې سر ټکوي.
پخواني وزیراعظم عمران خان هم د شهباز شریف په حکومت سختې نیوکې کړي دي او ویلي ی دي چې دې حکومت په درې میاشتو کښې دومره ګراني راوستلي چې زمونږ حکومت په درې کلونو کښې نه وه راوستلې .

Leave a reply