د ملګرو ملتونو استازو د پکتیکا لۀ زلزله ځپلو څخه لیدنه کړې 

0
190

د ملګرو ملتونو استازو د پکتیکا لۀ زلزله ځپلو څخه لیدنه کړې 

د یادونې ده چې څو شپې وړاندې خوست او پکتیکا ولایتونه د ۶.۱ ریښتر په کچه زورورې زلزلې ولړزول چې له امله یې تر ۱ زره او پنځه سوه ډېر کسان مړه، تر دوه زره ډېر ټپیان او په زرګونو کورونه ونړېدل.

 

(2022 / 6 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الاکبروف د پکتیکا ولایت له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې ده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زلزله ځپلو ته یې خوراکي توکي، سرپناه، نغدې پیسې او نورې مرستې رسولې دي.

نوموړي وړاندې تر دې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله اوښتي زیانونه تر هغه څه ډېر ښودلي وو چې په رسنیو کې اعلانېږي.

هغه ویلي وو چې دغې زلزلې ډېر خلک اغېزمن کړي دي چې نه یوازې د ملګرو ملتونو بلکې د ټولې نړۍ د هېوادونو او د بنسټونو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د یادونې ده چې څو شپې وړاندې خوست او پکتیکا ولایتونه د ۶.۱ ریښتر په کچه زورورې زلزلې ولړزول چې له امله یې تر ۱ زره او پنځه سوه ډېر کسان مړه، تر دوه زره ډېر ټپیان او په زرګونو کورونه ونړېدل.

Leave a reply