ا.ا روانه اونۍ کابل کې د علماوو شورا جوړوي
ا.ا روانه اونۍ کابل کې د علماوو شورا جوړوي
که څه هم د ا.ا چارواکو تازه په دې اړه کوم څه نه دي خپاره کړي خو وړاندې تر دې د دې غونډې مهمه اجنډا پر داخلي مشروعیت سلا مشورې او په ټوله کې له اوسنیو ستونزو د هېواد را ایستل کېدل بلل شوي دي.
(2022 / 6 / 26 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د علماوو لویه غونډه جوړوي.
که څه هم د ا.ا چارواکو تازه په دې اړه کوم څه نه دي خپاره کړي خو وړاندې تر دې د دې غونډې مهمه اجنډا پر داخلي مشروعیت سلا مشورې او په ټوله کې له اوسنیو ستونزو د هېواد را ایستل کېدل بلل شوي دي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلي چې د لویې جرګې غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ میاشتې له پنځمې بیا تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وي.
په خبرتیا کې راغلي چې له دوشنبې څخه به ټول درسونه په عادي توګه پیلېږي.
په همدې حال کې د ملا محمد حسن اخند په لاسلیک په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب ښکته پورته کېږي چې پکې راغلي، په کندهار کې د ا.ا.ا د لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په کچه به د علماوو ستره غونډه جوړېږي او د جوړولو چارې یې د ملا برادر په مشرۍ کمېسیون ته سپارل شوې دي.
دغې جرګې ته دوه تنه دیني عالمان او یو بل تن مخور بلل کېږي.