تېره شپه ناروې کې یوۀ شپني کلپ کې د ډزو لۀ امله ۱۶ کسه وژل شوي دي

تېره شپه ناروې کې یوۀ شپني کلپ کې د ډزو لۀ امله ۱۶ کسه وژل شوي دي
یو نارویژي خبریال اولاو روینبرګ چې په خپله یې هم کلپ کې حضور درلود رسنیو ته ویلي چې یو کس وسله په لاس په ډېرې غوسه کلپ ته را دننه شو او په خلکو یې ډزې پیل کړې.
(2022 / 6 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ناروې هېواد په مرکز اسلو کې تېره شپه په یو شپني کلپ کې ډزو ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نیویارک پوسټ د اسلو د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې تېره شپه په اسلو کې په یو کلپ کې په ډزو دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
یو نارویژي خبریال اولاو روینبرګ چې په خپله یې هم کلپ کې حضور درلود رسنیو ته ویلي چې یو کس وسله په لاس په ډېرې غوسه کلپ ته را دننه شو او په خلکو یې ډزې پیل کړې.
پولیسو ویلي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی. د پولیسو په خبره، بریدګر یې تر پېښې وروسته نیولی او د برید انګیزه به وروسته روښانه شي.




