القاعده به بیا په افغانستان کښې فعاله شی: سي آيي اې

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د بي بي سی یو رپورټ مطابق په افغانستان کښې د جهګړي په اړه امریکایی چارواکو داسې ویلي چې په افغانستان کښې امکان لري چې القاعده تنظیم په کال دوه کښې بیا فعال شي.

امریکایی چارواکي وایی چې په افغانستان کښې جهګړا له دوی لپاره ختمه شوي نه او د ترهګرو خلاف به ددوی جنګ روان وي.
د امریکي استخباراتي ادارې مشر دا خبرې کړي او ویلي ی دي چې القاعده د افغانستان نه د امریکې لپاره بیا ګواښ پیښولې شي.
د القاعدې په اړه دا خبرې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مرستیال ډېوډ کوهن کړي او وایی چې مونږ داسې نښې لیدلی چې القاعده بیا افغانستان ته راځي، دې وایی چې وس لومړې ورځې دي خو مونږ په القاعده نظر ساتو.
د امریکایی چارواکو دا خبرې په داسې وخت کښې مخې ته راغلي چې په ۳۱ اګسټ د افغانستان نه امریکایی او د نیټو ځواکونه واپس وتلي دي او د امارت اسلامی افغانستان د بهرني فوځونو د وتلو نه پس د جنګ ختمیدو اعلان کړې دي.

یاده دې وی چې طالبانو دا اعلان او اول نه کړې دې چې د افغانستان خاوره به د کوم هیواد په ضد کله هم استعمال نه شي او نه به بل چاته اجازت ورکړو چې د افغانستان خاوره د چا په ضد استعمال کړي.

Leave a reply